سیمه ییز خبرونه

واشنگتن افغانستان ته ژمن پاتې كيږي- جيمز ډابنز

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په داسې حال كې، چې د كابل او واشنگټن تر منځ امنيتي هوكړه ليك تر اوسه نه دى لاسليك شوى؛ لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه وايي، واشنگټن هڅه كوي دا هوكړه ليك د ولسمشر حامد كرزي په ځاى له بل افغان چارواكي سره لاسليك كړي.

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي جيمز دابنز له امريكا غږ سره په خبرو كې ويلي، امريكا غواړي په سيمه كې پياوړى رول ولري او د افغانستان له گاونډ هېوادونو سره هم پياوړي اړيكې ولري.

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړى استازى جيمز ډابنزوايي:

زياتره امريكايي سرتېري به له افغانستان څخه ووځي، خو امريكا غواړي له افغانستان سره ژمن پاتې شي. مونږ غواړو په سيمه كې قوي اقتصادي، سياسي او امنيتي رول ولرو. مونږ غواړو له پاكستان او د افغانستان له نورو گاونډ هېوا دنو سره قوي اړيكې وپالو؛ خو خبره دا ده، چې د افغانستان د سولې پروسه بايد د افغانانو تر مشرۍ لاندې وي، مونږ په دې برخه كې همكاري ته چمتو يو  او نه غواړو د افغانانو ځاى ونيسو.

دى وايي، كه طالبان خبرو ته حاضر نه شول، د افغانستان جگړه به د يوې مودې لپاره روانه وي.

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړى استازى جيمز دابنز زياتوي:

مونږ تمه لرو، چې اوسنۍ جگړه به تر يوې مودې روانه وي او په همدې خاطر مهمه ده، چې امريكا افغان ځواكونو ته د سلا مشورو او روزنې آسانتياوې برابرې كړي. مونږ غواړو، چې د افغانستان د سولې پروسه تر راتلونيكو ټاكنو مخكې او يا هم وروسته پيل شي.

د كابل او واشنگتن تر منځ امنيتي هوكړه ليك به امريكايي او بهرنيو سرتېرو ته په افغانستان كې له ۲۰۱۴ م كال وروسته د شتون زمينه برابره كړي.

Trending

Exit mobile version