سیمه ییز خبرونه
واليان او امنيه قومندانان ښايي د ټاكنو په وړاندې جدي ستونزې جوړې كړي
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين وايي، په ولايتونو كې زور واكي او ځيني دلالان د را روانو ټاكنو په وړاندې ستونزې د جدي ستونزې په توګه مطرح دي. دوى وېره څرګندوي، چې د ټاكنيزو دلالانو بېسارى فعاليت كولى شي، د ټاكنو شفافيت تر پوښتنو لاندې راولي.
په داسې حال كې، چې د ټاكنو لپاره د كانديدانو او اړوندو بنسټونو دريځونه ورځ تر بلې روښانه كېږي، ور سره جوخت د ټاكنو په وړاندې د جدي ستونزو يادونه هم كېږي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون غړى سرير احمد برمك د ناامنيو سر بېره د ټاكنيزو دلالانو او زورواكو له فعاليته اندېښنه لري او وايي، چې دا كړۍ به ټاكنې له ستونزو سره مخامخ كړي.
په ورته وخت كې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان بيا په ولايتونو كې پر دولتي چارواكو تور لګولى، چې ښايي ټاكنې له ستونزو سره مخامخ كړي.
د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان په رپوټ كې راغلي، چې واليان، امنيه قومندانان او سيمه ايز پوليس د ټاكنو د پروسې لپاره د جدي ستونزې په توګه مطرح دي.
د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان غړى احمد شجاع وایي، د معلوماتو له مخې په ولايتونو كې د واليانو لخوا د يرغمل شويو كسانو رايې به تر پوښتنې لاندې راشي.
له دې ټولو سره سره د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دغو بنسټونو اندېښنې بېځايه بولي.
كه څه هم په ټاكنو كې د حكومتي چارواكو د بې طرفۍ لاېحه د ولسمشر لخوا تصويب شوې، خو وخت به وښيي، چې چارواكي په ټاكنو كې څومره بې پرې پاتې كېداى شي.