تازه خبرونه

وحشیانه جرمونه، د دولت ناکامي په ډاګه کوي – د بښنې نړیواله ټولنه

Published

on

د بخښنې نړیوالې ټولنې د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د برچي د سیمې د سید الشهدا عالي لیسې پر زدکوونکیو مرګوني بریدونه او د یکشنبې پر شپه د زابل پر ۴۰۴ بس بمي چاودنې ته په غبرګون کې ویلي، چې دا دوه پېښې باید نړۍ له درانده خوبه راویښه کړي.

د بخښنې نړیوالې ټولنې د سویلي آسیا کمپاین کوونکې سمیرا حمیدي ویلي: په لویدیځ کابل او زابل ولایتونو کې غونی ځیږوونکې پېښې باید نړۍ له درانده خوبه راویښه کړي.

دې ټولنې د دوشنبې پر ورځ منلې، چې د شنبې پر ورځ د برچي د سیمې د نجونو پر ښوونځي په چاودنو کې ۸۵ زدکوونکي او د یکشنبې پر شپه په زابل کې د ځای پر ځای شوي ماین پر چاودنه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

هغه وایي: دا نه بدلېدونکي جرمونه د ملکي وګړیو په ځانګړي توګه د نجونو او لږکیو د ساتنې په برخه کې د چارواکو ناکامي په ډاګه کوي. خلک په اوونیز وژل کیږي او وینه تویېدل مو د پریښودلو کومه نښه نلري.

هغې ویلي؛ اوس هغه وخت ندی، چې نړیواله ټولنه افغانستان ته شا راواړوي.

د ملکي وګړیو په ځانګړي توګه د ماشومانو او ښوونځیو په نښه کول جنګي جرم دی او له نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د سولې خبرو اترو ته ټولې خواوې باید د ملکي وګړیو ساتنې، د ټولو لپاره د بشري حقونو ملاتړ او له دې جرمونو نه خوندیتوب ته پام راواړوي.

Trending

Exit mobile version