تازه خبرونه
وحید مجروح د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی ونومول شو
(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۳۹۹)
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د عامې روغتیا وزارت مرستیال د دې وزارت چارسمبالي ټاکلی دی.
د ولسمشر د مرستیال ویاند دواخان مینه پال د یوه تویت له مخې؛ د نوي وزیر تر بېژندلو، د ولسمشر پر فرمان کې ډاکټر وحید مجروح د عامې روغتیا چارسمبالی(سرپرست) وزیر ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني د تېر زېږدیز کال د ډسمبر پر ۳۱ روغتیا وزیر احمد جواد عثماني له دندې ګوښه کړ، چې د نوموړي په اړه یې یو لړ پوښتنې راپورته کړې.
عثماني له هغې وروسته له دندې ګوښه شو، چې د وزارت څو کارمندان د اداري فساد پر تور څارنوالۍ نیولي وه.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وه، چې ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون د ۱۱ فقرې د ۶۴ مادې پر بنسټ د لوړ پوړیو دولتي چارواکو د ګمارلو او ګوښه کولو واک لري. اساسي قانون پدې اړه روښانه دی او بیا کتنې او بحث ته اړتیا نه لیدل کیږي.