بی بی سی پښتو
وردګ؛ د نجونو د تعلیم له اړخه تر ټولو وروسته پاتې ولایت
کابل ته نژدې وردګ ولایت کې په دې وروستیو کلونو تر ټولې په کم شمېر کې نجونې له ښوونځیو فارغې شوې دي. د دې ولایت د پوهنې د ریاست په وینا، تېرکال د ټول ولایت په کچه ۳۵۰ نجونې له دوولسمو ټولګیو فارغې شوې دي.
په داسې حال کې د دغه ولایت په ګاونډیو ولایتونو کې بیا دا شمېر هرکال په زرګونو تنه وي.
خدیجه یوه له هغو نجونو ده چې په وردګ ولایت کې يې تر شپږم ټولګې زد کړې کړې دي. دې هیله لرله چې ډاکټره شي، خو هغه نورو زدکړو ته پرې نښودل شوه:
"تر شپږم ټولګې مو زدکړې وکړې او وروسته له هغه طالبانو درسونو ته اجازه نه راکوله، په تېره هم د نجونو ښوونځیو ته او کورنۍ هم په هماغه دودیزو افکارو باور لري. زموږه په صنف کې له شلو نیولې تر دېرشو نجونې چې نژدې ټولو زدکړې نیمګړې پرېښې دي. کلتوري محدودیتونه او ناسم دودونه هم وو".
زدکړه او روزنه د ماشومانو له مدنې حقونو ګڼل کېږي، خو په وردګ ولایت کې د چارواکو په خبره په ټولنه کې د واکمنو دودونو له امله نجونې خپلو حقونو ته لاسرسی نه شي لرلي.
- وردګ پوهنتون؛ د خلکو په مرسته جوړ تعلیمي بنسټ
- "د وردګو طالبانو واک لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي"
- د افغانستان پوهنې وزارت ۵۰ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري
د وردګو یو اوسېدونکی حامد علمي وايي:
"ټول وردګ ولایت - په مرکز میدان ښار کې یوه لیسه ده چې په هغې کې هم د ګوتو په شمېر نجونې زدکړې کوي. په نورو ټولو ولسوالیو کې د نجونو مکتبونه له سقوط سره مخ دي او که وې هم تړلي دي. دلته خو کلتوري محدودیتونه واکمن دي. په لیرو پرتو سیمو کې حتی له نجلۍ سره هېڅ خوښه نه کېږي. د میراث په اړه هم همداسې حالت دی. یوازېنۍ لاره يې تعلیم دی چې د تعلیم کچه په لیرو پرتو سیمو کې لوړه نه شي، نو دا ناخوالې به لا ډېرېږي".
جبري او په کم عمر کې د نجونو ودول د مهر او میراث له حقونو بې برخې کېدل هم د چارواکو په خبره هغه دودیز تاووتریخوالی دی چې تر ډېره په دې ولایت کې د قومي جرګو له لارې يې په اړه پرېکړې کېږي.
هغه مېرمنې چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې او عدلي ادارو ته ورغلې د کورنۍ له لوري په وژله ګواښ شوي دي.
د وردګ ولایت د ښځو چارو مشره شکیلا غني وايي، د یوه کال په اوږدو کې یې د تاوتریخوالي یوازې ۴۶ پېښې ثبت کړې دي. دا هم هغه شمېره ده چې ددې په خبره کره نه ده. ځکه هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي له وېرې دولتي ادارو ته نه ورځي:
"وردګ د افغانستان مرکزی ولایت دی، خو ډېر په بد حالت کې دی. په ځانګړې توګه د مېرمنو په برخه کې مېرمنو ته هالته هېڅ پام نه دی شوی. د تعلیم کچه ډېره ټیټه ده. ځکه ټولې میندې نالوستې دي او ټول ښوونځي تړل شوي. په مدني حقونو هلته نه څوک خبر دي او نه هم پرې پوهېږي، که په وردګ ولایت کې کومه ښځه میراث وغواړي د پلار او د ورور او ټولو له خوا عاق کېږي. هغې ته نور د پلار په کې د لټیدو او کیناستو حق نشته او به کم عمر کې ودودنه هم معمول دي. بس په جومات کې دعا کیږي او دا جبري واده بیخي زیات دی، تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی وي بیا موږ ته راځي".
بی بی سی پښتو
بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.
دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.
دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.
بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.
پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.
دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.
بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.
طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.
د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.
په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.
د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ''له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ''
د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:
''طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ''
طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.
د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:
''موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ''
د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.
بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.
بی بی سی پښتو
اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي
د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.
يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.
په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، "تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي".
نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.
د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، "د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري".
نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، "افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري".
نوموړې زياته کړه چې "نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی".
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، "نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري".
اغلې انوري وويل، "نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې".
افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، "دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی".
نوموړې وويل چې "افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري".
اغلې سعيد زياته کړه، "د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي".
د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.
بی بی سی پښتو
افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.
ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ''
https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045
په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.
د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.
افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.
طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.
دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.
په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د سپوږمکۍ انځورونه د ایران د توغندیو پر ودانیو د اسرائیلو برید ښیي
-
نړۍ4 days ago
اسرائیل باید د ایران له ځواکه خبر شي – خامنهیي
-
تازه خبرونه4 days ago
د ښځو لپاره د څو لسیزو پرمختګونه د ورکېدو په حال کې دي – ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان جماعت اسلامي امير د اسلامآباد او کابل د خبرو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
د آمو سیند د اوبو په کارولو کې افغانستان حق لري – د ازبکستان ځانګړی استازی
-
تازه خبرونه3 days ago
روسیې په افغانستان کې سولې ته پر ژمنتیا خپل ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
لس ایراني پوله ساتي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې ووژل شول
-
تازه خبرونه1 day ago
د درې اړخیزو او آسیایي ملتونو جام سیالیو لپاره د هېواد د ځوانې کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو