سیمه ییز خبرونه
وروسته لدې به د مخدره توکو ستر قاچاقچیان تر هدف لاندې ونيول شي
د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چي د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې د نوې پاليسۍ له مخې به دا ځل ستر قاچاقچيان تر هدف لاندې ونيسي. د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې وزير وايي، يواځي د قانون د پلي كېدو او تنفيذ له لارې نشو كولای د دې پديدې په كمولو كي بريالي شو نو بايد نوې تګلارې تر لاس لاندي ونيسو.
داسي برېښې، چې د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت په افغانستان كې د مخدره توكو د توليد او قاچاق د كمولو لپاره نوې تګلاه رامنځ ته كوي.
دا وزارت د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې نوې تګلاره، چي له مخې به يې كرونګر د كوكنارو كرلو ته مخه ونكړي د چهار شنبې په ورځ ( د غویی ۲۵ ) له يو شمېر نړيوالو بنسټونو سره شريكه كړه.
د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې د وزير ضرار احمد عثماني په اند دا پديده يواځې كورنی اړخ نلري بلكه د بهرنيو هېوادونو مرستې او ملاتړ ته هم اړتيا لري.
د دې نوې تګلارې له مخې د مخدره توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت څه ډول كولاى شي د قانون د پلي كېدو ترڅنګ نورې ګتورې لارې تر لاس لاندې ونيسي.
كه څه هم تر دې وړاندې په زرګونه هكتاره ځمكه له كوكنارو پاګه شوې ده، خو اوس د دې پديدې د كمولو لپاره ګتوره تګلاره د دې ځمكو د خاوندانو تعقيبول ښودل شوي.
په افغانستان كي د مخدره توكو پر وړاندې د څو كلنو مبارزو سره سره اوس هم افغانستان د مخدره توكو د توليد په سر كې ځای لري.