تازه خبرونه
وروستيو اورښتونو د کابل- کندهار لويه لار ورانه کړى
د زابل امنیه قومندان او سرپرست والي جنرال میرویس نورزی وایي؛ دولايت په کچه دومره امکانات نه شته، چي دغه لار ورغول شي نو بايد مرکز په دي اړه اقدام وکړي .
د هغه په وینا؛ د دې سرک ځينې سيمې پرشخصي لګښت رغول شوي او لار د مسافرو پرمخ خلاصه ده، خو د اساسي رغولو له پاره يي بايد د فواعد عامي وزارت کار وکړي .
د شهر صفا ولسوال ملک علی محمد وايي، چي په تېرو مياشتو کې څو ځله مرکز ته د دې لارې له ګواښونو خبر ورکړ شوی؛ خو هغوی هيڅ هم ورسره ندي کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دى وروستيو کي د زابل تر څنګ په نور ولايتونو کي هم سيلابونه راغلي؛ خو د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې مسوولين د لږ امکاناتو له کبله نشي کولى، چي له خلکو سره پخپل وخت مرسته وکړي.
خبریال: بريالي رحيمي