سیمه ییز خبرونه
وروستيو بارانونو كابل ښاريان له ډېرو ستونزو سره مخ كړي دي
يو شمېر كابل ښاريان وايې، د اوبو د لښتيو او معياري واټونو نه شتون او د رغاونې په ځينو پروژو كې بې پامي د دې لامل شوې، چې واټونه له اوبو ډك شي او په ځينو سيمو كې د خلكو كورونه هم ويجاړ شي.
كه څه هم وروستيو اورښتونو خلك د ښيرازه او سمسور كال لپاره هيله من كړي دي، او اورښتونه د كرنيزو محصولاتو په زياتوالي كې ګټوره چاره بولي، خو د كابل ښار ځينو اوسېدونكو ته دا بارانونه زيان اړونكي تمام شوي دي.
يواځې لارويان او موټر چلونكي نه دي، چې په واټونو كې د اوبو د را ټولېدو له امله له ستونزو سره مخ دي، بلكې ځينو خلكو د وروستيو اورښتونو له وجهې آن خپل كورونه هم له لاهو كړي دي.
كابل ښاروال محمد يونس نوانديش د ښاريانو ستونزې مني خو وايې:
ستونزې ځكه زياتې شوي، چې خلك د استوګنځايونو د جوړولو پر مهال بې غوري كوي. دى د ستونزو زياته برخه د لوړ پوړيزو ودانيو د شتون له امله بولي.
پوښتنه دلته ده، چې آيا په روان كال كې به د كابل ښار د ځمكې د سر اوبو ستونزه د وزير آباد د چهار قلعه د كانال په پراختيا سره حل شي او که نه؟ وخت به دې پوښتنې ته ځواب وركړي.