تازه خبرونه
وروستیو اورښتونو په نغلو، سروبي او ماهیپر بندونو کې د برښنا تولیدي کچه لوړه کړه
د افغانستان برښنا شرکت د دوشنبې پر ورځ تائید کړه، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله د نغلو، سروبي او ماهیپر په بندونو کې د برښنا د تولید کچه لوړه شوې ده.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د کابل ولایت د ماهیپر، نغلو او سروبي بندونه د هېواد د تولیدي برښنا د کچې لوړولو پوره وړتیاوې لري، چې دمګړۍ دغه کچه ۳۶۰ میګاواټ برښنا ته رسېدلې ده.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدیخوا دغه اضافي برښنا د ټولو عامه شبکو له لارې وېشل شوې ده.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وایي: مونږ تل هڅه کړي، چې په هېواد کې د برښنا رسونې له لارې خپلو هېوادوالو ته منظم فعالیتونه وړاندې کړو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د وروستیو اورښتونو له کبله د هېواد په سیندونو کې اوبه زیاتي شوي او د برښنا تولید مو هم لوړ شوی دی.
د خصوصي سکتورغړي هم په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله د اوبو له زیاتوالي خوښ دي او له حکومت څخه د هېواد د اوبو پر مدیریت ټینګار کوي.
د خصوصي سکتور غړي باز محمد غیرت ویلي: د وروستیو اورښتونو زیاتوالي به مو په روان کال کې د کرنې او مالدارۍ پر سکټور مثبت اغېز وکړي. مونږ ورته خوښ یوو.
د خصوصي سکټورغړی حامد سلطاني وایي: مونږ له حکومت څخه هیله کوو، چې د هېواد د اوبو مدیریت لپاره هڅې زیاتي کړي. په هېواد کې مو اوبه شته؛ خو مونږ يي اوس هم په مدیریت کې پاتې راغلي یوو باید دي برخې ته پاملرنه وشي.
د اقتصادي چارو کار پوهانو ويلي؛ که د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره منظم اقدامات تر سره شي؛ له دې سره به د افغانستان د کرنې او انرژۍ د تولید په برخو کې د پام وړ لاسته راونې ولرو.