تازه خبرونه

وروستیو ورښتونو افغان کروندګر کرنیزو فصلونو ته هیله من کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پغمان د کابل هغه سیمه ده، چې له نورو سیمو په کې ډېره واوره وریږي. که څه هم په روان ژمي کې د پام وړ واوره نده اوریدلې؛ خو وروستیو واورو د خلکو او کرندګرو هیلې یو څه راوغوړولې. ماشومان هم لارو او کوڅو ته راوتلي د واورې له وریدو خوند اخلي او لوبې کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د واورې تصویرونه کښته پورته شوي دي.

د کابل اوسیدونکی محمد وارث وایي، چې ښايي روان ورښت به په را روان کال کې د وچکالۍ اغېزې راکمي کړي.

د کابل اوسیدونکی ساحل وایي، د کابل څندې واورو وپوښلې؛ دلته خلک او کروندګر خوښ دي، چې کرنیز فصلونه به یې له تندې نه وچيږي.

محمد ګل کروندګر وایي، افغانستان یو غزنی هېواد دی؛ سوړ ژمی  لري او په مرکزي سیمو کې یې ډېره واوره وریږي، په اوړي کې ویلې کیږي او ښکلي ځړوبي او روان سیندونه ترې جوړیږي.

افغانستان په دې وروستیو کلونو کې وچکالۍ ډېر ځپلی او زیاتره خلک، چې په کرنه بوخت ول، اوس لویو ښارونو ته د کار موندنې لپاره راغلي دي.

Trending

Exit mobile version