سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ د کاندیدانو مرستیالان پر امریکا د افغان ولسمشر نیوکی له واقعیته لرې بولي
< ![endif]–>
په همدې وخت كې د ولسمشرۍ د كانديدانو ځينې مرستيالان د ولسمشر حامد كرزي وروستى څرګندونې، چې پر امريكا يي نيوكې كړي، بېځايه او له واقعيته لرې بولي. دوى وايي وسله وال طالبان د افغانستان او نړۍ ګډ دښمنان دي او په وړاندې يې جدي مبارزې ته اړتيا ده.
په افغانستان كې د امريكا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د پوځي ماموريت له پېل راهيسې څه كم درې نيم زره بهرني او نږدې څوارلس زره افغان سرتېري له وسله والو طالبانو سره د روانې مبارزې په ترڅ كې وژل شوي دي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.
افغان ولسمشر حامد كرزي له امريكايي رسنۍ سره په خپلو خبرو كې دا اوږده جګړه پردۍ او د امريكا جګړه بللې ده.
د ولسمشر د دغو څرګندونو په غبرګون كې د ولسمشرۍ د كانديدانو ځينو مرستيالانو دا څرګندونې بېځايه بللې او وايي، چې وسله وال طالبان او القاعده د افغانستان او نړۍ ګډ دښمنان دي او په وړاندې يې جدي مبارزې ته اړتيا ده.
امريكا د افغانستان په جګړه كې شپږ سوه ميليارده ډالر لګولي، خو په دې وروستيو كې د افغان او امريكايي چارواكو اړيكې سړې شوې دي.
افغان ولسمشر حامد كرزي له امريكا سره د امنيتي تړون لپاره شرطونه وړاندې كړي، خو امريكا بيا د تړون په بېړه د لاسليك غوښتنه كوي.
همدارنګه د افغانستان د بشري حقوقونو د خپلواك کمیسیون مسئولينو هم د ولسمشر پر هغو څرګندونو نیوکه وکړه، چې ویلي يې دي امريكا او لوېديځ ملګري يې د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي دي.
د بشري حقونو د خپلواك كميسيون رئيسه سيما سمر وايي:
په تېرو څه باندې دوولسو كلونو كې په افغانستان كې د بشري حقونو په برخه كې شوي پرمختګونه د نړيوالو سرتېرو د قربانيو نتيجه ده.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسيون رئيسه همدرانګه وايي، چې په افغانستان كې د نړيوالو سرتېرو قربانيو په دغه هېواد كې پرمختګونو ته لاره هواره كړې ده.
سيما سمر د ولسمشر كرزي نيوكې بېځايه بولي او وايي، چې ولسمشر په داسې وخت كې پر امريكا نيوكې كوي، چې كاري دوره يې پاى ته رسېدونكې ده.
د بشری حقونو خپلواک کمیسیون رئيسه همدا راز زیاتوي، چې د قانون كمزورې واكمني د دې لامل شوې، چې بشري حقونه له ننګونو سره مخامخ شي.
دې پر ولسمشر غږ وكړ، چې له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك كړي.
افغان ولسمشر حامد كرزي واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په خپله مركه كې د امريكا له حكومته سخت سرټكولى او ويلي يې دي، چې د امريكا خلكو ته د ده سلام او حكومت ته يې د ده غضب او غوسه ورسوي.