پرمختګ او بشپړتیا
وزارتونو او بودجوي ادارو ته مو بشپړ واک ورکړی- اکلیل حکیمي
د مالیې وزارت وايي، چې د پرمختیايي چارو د چټکولو لپاره مو وزارتونو او بودجوي ادارو ته د پرمختیايي بودجې د لګولو بشپړ واک ورکړی دی.
د مالیې وزیر څرګندوي؛ د پرمختیايي بودجې پرځای لګول به له دوی سره مرسته وکړي، چې ملي پرمختیايي موخو ته ور نږدې شي.
د مالیې وزیر د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د پخوا په پرتله اوس وزارتونه او نور بودجوي بنسټونه د پرمختیايي بودجې په لګولو کې پرانیستی لاس لري.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، چې له دې وروسته به په پرمختیايي چارو کې چټکوالی راشي.
نوموړي زیاته کړې؛ په روان کال کې مرستندویو هېوادونو د افغانستان د پرمختیا لپاره د مرستو د پام وړ ژمنې کړي، چې همدا اوس یې له یو میلیارد دالرو زیاتې مرستې تر لاسه کړي دي.
هغه تمه ښيي، چې په افغانستان کې د لویو پرمختیايي پروژو له عملي کیدو سره به هېواد د سیمې د هېوادونو لپاره د اقتصادي دهلیز بڼه غوره کړي.
خبریال: رفیع صدیقي