سیمه ییز خبرونه
وزيرانو شورا د ملي شورا په اړه د خپلسرو پرېكړو حق نه لري
د ولسي جرگې يو شمېرغړي وايي، چې د ولسي جرگې او مشرانو جرگې په شتون كې د وزيرانو شورا په گډون يو بنسټ هم د ملي شورا په اړه د خپلسرو پرېكړو حق نه لري.
يوه مياشت وړاندې ولسي جرگې د ټاكنو قانون له ډېرو ناندريو وروسته تصويب كړاو يوه موضوع، چې د ولسي جرگې د غړيو تر منځ پرې ناندرې را پورته شوې؛ په ولسي جرگه كې د افغانستان اهل هنودو ته د څوكۍ وركول ول، له ډېرو ناندريو سره سره بيا هم ملي شورا دغه څوكۍ رد كړه.
وزيرانو شورا په وروستۍ غونډه كې، چې د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ جوړه شوې وه پرېكړه وكړه، چې:
د افغانستان اهل هنودو ته دې په ولسي جرگه كې يوه څوكۍ وركړ شي.
د ولسي جرگې غړي حبيبه دانش او مريم كوفي، چې په ولسي جرگه كې د افغانستان د اهل هنودو لپاره د يوې څوكۍ د شتون ملاتړ كوي وايي، چې:
د ولسي جرگې او مشرانو جرگې په شتون كې د وزيرانو شورا په گډون هيڅ بنسټ حق نه لري، چې په ملي شورا كې چا ته څوكۍ منظوره كړي.
دوى زياته كړې، چې:
حكومت بايد دغه مسله د تعديلي مادې په بڼه ولسي جرگې ته وړاندې كړي، چې ولسي جرگه يې په اړه پرېكړه وكړي.
د حقوقي چارو څېړونكى هادې ميران د وزيرانو شورا د دغې پرېكړې ملاتړ كوي او وايي:
اهل هنود هم د نورو افغانانو په څير حق لري، چې په ولسي جرگه كې خپل استازي ولري .
بل خوا د افغانستان اهل هنود هم له يادې پرېكړې خوښ دي.
د افغانستان اهل هنود د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې ميشته دي. دوى وايي، په دې هېواد كې زيږيدلي او زده كړې يې په كې كړي او په ولسي جرگه كې يوه څوكۍ د ځان حق بولي او وايي كه يې حقوق ونه منل شي، د نورو هېوادوالو په څير به له خپلو حقوقو دفاع وكړي.