سیمه ییز خبرونه

وسله‌والو بریدکوونکو په پاکستان کې ۲۳ پوځیان ووژل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۱, ۱۴۰۲)

د پاکستان په شمال کې وسله‌والو برید کوونکو د یوې امنیتي پوستې له ۳۰ ډېرو ساتونکیو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

د سیمه ییزو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان د شمال لویدیځ په دیره اسماعیل خان کې وسله‌وال برید شوی دی. په دې څرګندونه کې راغلي، چې لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر پوسته له منځه وړې او بیا وسله‌والو پرې برید کړی دی.

د لومړنيو څرګندونو له مخې؛ ۳۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده؛ خو شونې ده، چې د تلفاتو شمېر ډېر شي.

تحریک جهاد پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر انوار الحق کاکړ پر امنیتی ځواکونو دا برید ترهه ګریز یاد کړی او د غندلو ترڅنګ وایي: له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان د خلکو او وسله‌والو ځواکونو ټینګ هوډ به له دغو بریدونو څخه اغېزمن نه‌شي.

پاکستانيو لنډمهاله چارواکو له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا افغان کډوال په پاکستان کې د بریدونو او چاودنو په تړاو تورن کړي، چې ورسره یې له نیم میلیون ډېر افغان کډوال د وهلواو ځورولو ترڅنګ له پاکستان څخه جبري ایستلي دي.

Trending

Exit mobile version