سیمه ییز خبرونه
وسله والو طالبانو د بدخشان د كران او منجان ولسوالۍ نيولې ده
په ملي شورا كې د بدخشان استازي د طالبانو له خوا د بدخشان د کران او منجان د ولسوالۍ په نیولو اندېښمن دي او وایی، په دغه ولايت كې نا امنۍ ورځ تر بلې د پراخېدو په حال كې دي.
بدخشان د افغانستان په شمال ختيځ كې پروت ولايت دى، چې له دريو كلونو راهيسې د نا امنيو څادر پرې غوړېدلى دى.
له وردج وروسته كران او منجان هغه ولسوالي ده، چې طالبان پكې حاكميت لري.
په ملي شورا كې د بدخشان استازي اندېښمن دي، چې بدخشان د نا امنيو په خوا روان دى.
د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:
د كران او منجان ولسوالۍ پوليسو له وسله والو مخالفينو سره تر لنډې جګړې وروسته ولسوالۍ پرېښې ده.
د كورنيو چارو وزارت وياند ډاډ څرګندوي، چې دغې ولسوالۍ ته د تازه دمو سرتېرو له رسېدو سره به دغه ولسوالۍ بېرته ونيسي.
د بدخشان د والي وياند عبدالروف راسخ وايي:
اوس په كران او منجان كې سيمه ايزو خلكو او پخوانيو جهادي مشرانو د وسله والو طالبانو په وړاندې غبرګون ښودلى او په مخالفت كې يې ولاړ دي.
ويل كېږي، چې بدخشان ولايت ته د نورستان له برګمټال څخه وسله وال ورغلي او له وردج څخه د دولت د عملياتو په ترڅ كې ايستل شوي وسله وال هم ور سره يو ځاى شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت مسئولين همدارنګه وايي، چې وسله وال طالبان هڅه كوي په بدخشان كې د نا امنيو له لارې ټول شمالي ولايتونه نا امن كړي.