تازه خبرونه

وسله والو طالبانو د خپلې پوځي كمېټې رئيس ملا عبدالقيوم ذاكر له دندې ګوښه كړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې د سولې د خبرو له پراخېدو وروسته وسله والو طالبانو د خپلې پوځي كمېټې د رئيس ملا عبدالقيوم ذاكر له دندې پر ګوښه كېدو لاس پورې كړ. كه څه هم وېل كېږي، چې د وري د شپاړسمې د ټاكنو د نه ګډوډولو په دليل نوموړى د پاكستان د استخباراتي په امر ګوښه شوى، چې د سولې د عالي شورا غړي هم ورته نظر لري.

ملا عبدالقيوم ذاكر څو ورځې وړاندې د طالبانو د كوټې شورا د پوځي كمېټې له مشرتابه څخه ګوښه شو.
اوس وېل كېږي، چې د طالبانو دا جګپوړى چارواكى ځكه له دندې ګوښه شوى، چې د وري د شپاړسمې د ټاكنو په ګډوډولو كې پاتې راغلى، د هغه په ګوښه كولو كې د پاكستان د استخباراتو لاس ښكېل بلل كېږي.
د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيكو د كمېټې رئيس محمد اسماعيل قاسميار هم باوري ده، چې د سولې د خبرو پراختيا او له دې پروسې سره د زياتو طالب مشرانو ليوالتيا د ملا ذاكر له ګوښه كېدو سره تړلې خبره ده.
د ولسي جرګې غړى غلام فاروق مجروح هم په دې باور دی، چې د پاكستان استخباراتو هڅه وكړه، چې د طالبانو په وسيله د افغانستان ټاكنې ګډوډې كړي، چې بريالي نه شول.
د هغه په وېنا، له همدې مسئلې سره په تړاو ملا عبدالقيوم ذاكر له دندې ګوښه شوى.
دا په داسې حال كې ده، چې مخكې افغان حكومت ويلي وو، چې د طالبانو هغه مشران، چې د سولې له پروسې سره ليوال دي، د پاكستان له خوا زنداني كېږي او يا هم له منځه وړل كېږي.

Trending

Exit mobile version