سیمه ییز خبرونه
وسله وال طالبان پر دې پوه شوي چې د جګړې له لارې بريا ناشونې ده
د افغانستان د سولې عالي شورا او افغان حكومت د وسله والو طالبانو د ځينو چارواكو له وروستي دريځ څخه هركلى كړى دى. په دې وروستيو كې ځينو طالب چارواكو له افغان لوري سره خبرو ته تيارى ښودلى دى.
د سولې عالي شورا مسئولين ويي وسلوال طالبان پر دې پوه شوي، چې د جګړې له لارې بريا ناشونې ده نو ځكه د سوله ايز حل وړانديز كوي.
د وسله والو طالبانو يو رهبر ملا معتصم اغاجان په يوه پېغام كې، چې په انټرنټ خپور شوى ويلي، چې د وسله والو طالبانو او افغان لوري تر منځ د سولې خبرې امكان لري.
نوموړی همدارنګه وایي، چې د افغانانو په لاس د افغانانو وژنه بايد ودرېږي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د دغه طالب چارواكي وروستى دريځ ستايي او هر كلى يې كوي. د سولې د عالي شورا غړی محمد اسماعيل قاسمیار وايي، وسله وال طالبان پر دې پوه شوي، چې روان كړكېچ يوازې د سولې له لارې حل كېداى شي.
په همدې حال كې د افغانستان د بهرنيو چار وزارت هم د طالبانو د دغه و روستي دريځ هركلى كړى دى.
په همدې حال كې د سياسي چار شنونکي جاوېد کوهستانی او غفور احمد جاوېد وايي، چې كه څه هم په دې پېغام كې د كويټې شورا له خوا كومه اشاره نده شوې خو بيا هم ښايي طالبانو دغه دريځ له پوره دقت وروسته خپل كړى وي.
د افغان حكومت او وسله والو مخالفينو له پېل شوې جګړې راهيسې دا لومړى ځل دى، چې د وسله والو مخالفينو له خوا څخه د افغان حكومت سره د خبرو لپاره چمتوالی څرګندوي، له دې وړاندې په ځلونو وسله والو مخالفينو له افغان حكومت سره د سولې خبرې رد كړې وې.