سیمه ییز خبرونه

وسله وال طالبان په رواني او تبليغاتي جګړه كې تر حكومتي ادارو مخكې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي دفاع وزارت وياند د حكومتي وياندويانو د همغږۍ په غونډه كې دا ومنله، چې وسله وال طالبان په رواني او تبليغاتي جګړه كې تر حكومتي ادارو مخكې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظيمي په وېنا وسله وال مخالفين په ډېره چټكۍ د ټولنيزو رسنيو له لارې د پېښو په اړوند خبر وركوي.

د هغه په باور وسله وال طالبان په ګڼ ميشتو سيمو كې ځانمرګي بريدونه كوي، د بهرنيو سرتېرو له ترجمانانو او افغان امنيتي سرتېرو، سرونه پرې كوي او تصويرونه يې د تبليغاتي جګړې له لارې خپروي.

د ملي امنيت يو وياند لطف الله مشعل هم وایی، ترهګرې ډلې د انټرنټي شبكو، چاپي خپرونو، او ګړنديو پېغامونو په استولو سره هڅه كوي، چې د خپلو تبليغاتو لمن پراخه كړي.

په همدې حال كې د كورنيو چارو وزارت د پولیسو د چارو رئیس جنرال سالم احساس وايي، چې وسله وال طالبان په مركزي، سويلي او شمالي ولايتونو كې فعاليتونه زيات كړي.

د رسنيو او خبريالانو د ملاتړ ادارې رئیس صدیق الله توحيدي بيا پر حكومتي وياندويانو نيوكه كوي، چې خبريالانو ته پر وخت معلومات نه وركوي، نو ځكه خبريالان اړ كېږي، چې د وسله والو طالبانو په سرچينو تكيه وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د تبليغاتي جګړو سر بېره سږنى كال له امنيتي پلوه هم له تاوتريخوالي ډك بلل كېږي او امنيتي بنسټونه وايي، چې وسله وال مخالفين د بهرنيو استخباراتي كړيو په لارښوونه له تبليغاتي لارو هڅې كوي، چې د ولسمشرۍ ټاكنې ګډې وډې كړي.

Trending

Exit mobile version