سیمه ییز خبرونه

وسله وال غله او قاتلان محاکمه شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې يوې علني محكمې د وسله والو غلو او قاتلانو يوه ډله محاكمه کړل. د دغې ډلې، چې خطرناكه بلل شوې، رئيس، مرستيال او څلور غړي په اعدام او نور په اوږده او لنډ بند محكوم شول.

دا څوارلس كسيزه ډله په كابل كې په وسله والو غلاوو، قتل او جنسي تېريو كې په لاس لرلو د موظف څارنوال لخوا ګرم وبلل شول.

دوى د غلاوو پر مهال يوه مېرمن، يو ماشوم، او دوه سړي وژلي دي.

د كابل د څلورمې حوزې د ابتدايه محكمې رئيس عبدالباسط بخيتاري دا يوه مافيايي ډله وبلله او له قضايي پلاوي نه يې غوښتنه وكړه، چې دغه كسان اشد مجازات كړي.

په قضايي غونډه كې هره يوه تورن ته د دفاع كولو حق وركړل شو خو هغوى په دوى لګېدلي تورونه بېځايه وبلل.

د محكمې د پرېكړې له مخې د دغې څوارلس کسيزې ډلې شپږ مهم كسان په اعدام او پاته نور د اوږدو او لنډو مودو په بند محكوم شول.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې كابل كې وسله والو غلاوو كابل ښاريان اندېښمن كړي دي.

Trending

Exit mobile version