تازه خبرونه

وسله وال نه شي کولای د مسافرو په تښتولو قومي جګړې ته لمن ووهي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سخت دریځو وسلوالو ته خبرداری ورکوي چې له لویو لارو څخه د مسافرو په تښتولو نه شي کولی په افغانستان کې قومي جګړې ته لمن ووهي.

د دغه وزارت مسولین وايي چې په را روان فصل کې به وسلوال مخالفین وځپي او لویې لارې به خوندي کړي.

له بلې خوا د ولسي جرګې یو شمیر غړي په دې باور دي چې که تښتول شوي مسافر له تښتوونکو را خلاص نه شي، ښه به دا وي د ملي یوالي حکومت ړنګ شي.

د هیواد په لویو لارو تګ او راتګ که څه هم له تیرو کلونو راهیسې خوندي نه و، خو په دې وروستیو کې د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې دمول وهلو کسانو لخوا د یو شمیر مسافرو له تښتولو وروسته اندېښنې لاپسې زیاتې شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې تښتول شوي مسافر راخلاص کړي.

امنیتي بنسټونه وايي چې تښتوونکي نه شي کولی د مسافرو په تښتولو سره په افغانستان کې مذهبي او قومي جګړې ته اور ورته کړي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي بیا په دې باور دي چې د حکومت د کمزورۍ له کبله اختطافګرانو او وسلوالو مخالفینو د دې جرات موندلی چې له لویو لارو څخه مسافر برمته کړي.

څه باندې شل ورځې کیږي چې وسلوالو کسانو د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې په زابل کې دیرش مسافر له موټره ښکته کړل او لا تر اوسه یې څرک نه دی موندل شوی.

Trending

Exit mobile version