تازه خبرونه

وسلوالو د پاکستان د کراچۍ د تبادلې پر بازار برید کړی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۹, ۱۳۹۹)

پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې نن سهار د کراچۍ  ښار د اسهامو او اسعارو د تبادلې پر بازار  ډله ییز وسلوال برید شوی، چې په کې پېنځه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان جیو خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو لومړی د اسهامو او اسعارو د تبادلې د ودانۍ پر دروازه د لاسي بم برید وکړ؛ ډزې پیل شوې او ودانۍ ته د وردننه کیدو هڅه یې وکړه.

د یادې خبري سرچینې په راپور کې راغلي: په دې وسلوال برید کې لږ ترلږه څلور امنیتي ساتونکي او یو پولیس وژل شوي دي.

د کراچې پولیسو روغتونونو ته د اووه ټپیانو د لیږدولو راپور ورکړی دی.

د پاکستان د اسهامو او اسعارو د تبادلې بازار مدیر عابد علی حبیب جیو خبري سرچینې ته ویلي؛ په خواشینۍ، چې یوه بدمرغه پېښه رامنځته شوه. هغوی زمونږ د موټرو له تمځي برید ته لار اواره او پر هرچا یې ډزې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، چې وسلوالو د ودانۍ پر دروازه برید پیل کړ او له امنیتي ساتونکیو سره ښکېل شول.

د کراچۍ پولیسو ویلي، چې ټول بریدګر وژل شوي او وضعیت د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دی.

ویل کیږي، چې په دې پېښه کې څلور وسلوال بریدګر وژل شوي دي.

تر دې دمه هیچا برید مسولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version