بلخ @ps
وسلوالو د پروان ولایت په ۶ امنیتي حوزه کې مرګ و ژوبله رامنځته کړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
تېره شپه وسلوالو کسانو د پروان ولایت پر شپږمه امنیتي حوزه برید کړی او یو افغان سرتېری يې وژلی او دوه نور ټپیان دي.
یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط آریانا نیوز ته ویلي؛ امنیتي ځواکونه ګزمې ته د وتلو په حال کې ول، چې تر برید لاندې راغلل.
شپږمه امنیتي جوزه د پروان ولایت په ده غازي سیمه کې ده، چې پخوا هم تر ورته ګواښونو لاندې راغلې وه.