تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو تيره شپه د هلمند ولایت سنگین ولسوالي ونیوله
په مشرانو جرگه کې د هلمند د خلکو ستازی هاشم الکوزی پېښه تائیدوي او وایي؛ طالبانو دې ولسوالۍ ته غزیدلې ټولې لارې تړلې دي.
ځینې گزارشونه وایي، چي د امنیتي پولیسو د پوځي اډې په شاوخوا کې اوس هم جگړه روانه ده.
د هلمند والي مرستیال محمد جان رسول یار په خپل فیسبوک کې د ولسمشر په نوم یو لیک هم خپورکړی، چې په کې له دوه ورځو راهسیې په روانه جگړه کې د ۹۰ سرتېرو له وژل کیدو خبر ورکوي.
نوموړي دغه راز گواښ کړی، چې دا ولسوالي د سقوط له خطر سره مخ ده.
ویل کیږي، چې محاصره شویو پولیسو له تېرو دوه اوونیو څخه د مرستندویو ځواکونو غوښتنه کړې وه.
هلمند د افغانستان په جنوب کې یو ناامنه ولایت دی، چې بېلابېلې سیمې یې د وسلوالو طالبانواو دولت په جگړو کې لاس په لاس کیږي.
ویل کیږي، چې څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د امریکا او برتانیا څلور پوځي ډلې ځای په ځای شوې هم دي.