تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو د بدخشان ولايت پر يمگان ولسوالۍ بريد كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

وسلوالو طالبانو نن سې شنبه(د غويى۳۰) سهار مهال د بدخشان ولايت پر يمگان ولسوالۍ پراخ بريد كړى دى.

د بدخشان ولايت امنيه قوماندان فضل الدين عيار پېښه مني او وايي:

يمگان ولسوالۍ ته نږدې د وسلوالو طالبانو او دولتي ځواكونو تر منځ سخت جنگ روان دى.

د نوموړي په وينا، طالبانو ته په دې جگړه كې زيانونه اوښتي، خو د مخابراتي اړيكو په پرېكيدو مو له سيمې سره اړيكې پرې شوې دي.

نوموړي د پېښې په اړه بشپړې څرگندونې له وخت مخكې وگڼلې.

ښاغلى عيار زياتوي، چې د پېښې سيمې ته به پوځي چورلكې وليږل شي، چې ولسوالي د طالبانو له منگولو او نيولو وژغورل شي.

نامنل شوي گزارشونه ښيي، چې ياده ولسوالي د طالبانو لخوا نيول شوې، خو د بدخشان امنيه قوماندان د طالبانو لخوا د دې ولسوالۍ نيول ردوي.

Trending

Exit mobile version