تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو د زابل ولایت شینکۍ ولسوالي ونیوله
د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو د زابل ولایت شینکۍ ولسوالۍ امنیه قومنداني، د ولسوالۍ ودانۍ او بازار ونیولی دی.
سرچینې آریانا نیوز ته په ډاګه کړې؛ په ولسوالۍ کې میشت د ملي اردو سرتېري د شینکۍ په اړوند سیمه کې د ملي اردو بلې اډې ته وتلي او طالبان توانېدلي، چې د شینکۍ ولسوالي نورې ټولې برخې په خپله ولکه کې راولي.
د سرچینې په وینا ، طالبانو د دې ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د حسن کارېز په سیمه کې د ملي اردو یوه ستره قرارګاه هم نیولې او یوه زیاته اندازه وسلې، د ملي اردو وسایط ، زغره وال وسایط او نور نظامي تجهیزات یې ترلاسه کړي دي.
دغه راز د بادغیس ولایت یوې امنیتی سرچینې هم ویلي، چې وسلوالو طالبانو د جوند ولسوالۍ پر مرکز هم برید کړی او د اردو یوه پوسته یې نیولې او اوه سرتېري یې وژلي دي.
د سرچینې په وینا، په جوند ولسوالۍ کې هم طالبانو په جګړه کې تلفات اړولي؛ خو د تلفاتو بشپړ شمېر یې څرګند ندی.
د یادونې ده، چې د زابل له لس ولسوالیو څخه پېنځه یې د طالبانو په واک کې دي.
