تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو د فراه ولایت پر بالابلوک ولسوالۍ پراخ عملیات کړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د شنبې په سهار وسلوالو طالبانو د فراه ولایت پر بالابلوک ولسوالۍ پراخ پوځي عملیات پیل کړل.
د فراه ولایت امنیه قومندان فضل محمد صمدیار وایي، د دولت وسلوالو مخالفینو، چې شمېر یې ۷۵۰ تنو ته رسیږي؛د فراه ولایت پر بالابلوک ولسوالۍ له څو خواوو برید کړی.
د نوموړي په وینا؛ افغان گډ امنیتي ځواکونه یې مخې ته دریدلي او له ولسوالۍ ساتنه کوي.
د فراه ولایتي شوراغړی داد الله قانع وایي، چې د دغه ولایت د بکواه ولسوالۍ له لارې بالابلوک ولسوالۍ ته ۷۰۰ نور طالب وسلوال راروان دي.
د نوموړي په وینا؛ کیدی شي د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې پراخه جگړه رامنځته شي.
د امنیتي چارواکو په وینا؛ په دې ځو ساعته نښته کې تر دې دمه دوه وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.