تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو د کندهار– روزګان د لویې لارې یوه برخه ویجاړه کړې-خپلواک
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کندهار چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو د کندهار– روزګان د لویې لارې یوه برخه د تراکتور په وسیله ویجاړه کړې ده.
د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وایي، وسلوالو طالبانو د کندهار– روزګان لویه لار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې لږ تر لږه یو کیلو متر د تراکتور په وسیله ویجاړه کړې، چې په دې لاره د تګ راتګ مخه ونیسي.
افغان امنیتي ځواکونه له دوه اوونیو راهیسي هڅه کوي، چې د ترینکوټ- کندهار لویه لار له طالبانو ونیسې.
هڅه کیږي، چې پر دغه سړک ترینکوټ ته کومکي ځواک او مهمات ورسول شي.
وسلوالو طالبانو د ترینکوټ- کندهار د لویې لارې د ویجاړولو په اړه تراوسه څه نه دی ویلي؛ خو دې ډلې پخوا هم خپلو موخو ته د رسیدو لپاره په ځلونو لویې لارې، پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي.