تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو د ۸ نورو ولسوالیو مرکزونه هم نیولي
وسلوالو طالبانو د جمعې له ماښام راپدیخوا د ۸ نورو ولسوالیو مرکزونه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
سیمه ییزو سرچینو منلې، چې وسلوالو طالبانو د فاریاب ولایت خواجه سبزپوش او جمعه بازار، د پکتیا میرزکه، د جوزجان مردیان، د تخار بهارک او بنګي، د فراه پشتکوه، د سمنګان دره صوف ولسوالۍ او د بغلان د بورې فابریکې بازار نیولي دي.
دغه راز په تخار، نیمروز، هلمند او پکتیا کې څو نورې ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو د بریدونو شاهد دي. له دې ۸ ولسوالیو تر څنګ په تېرو دوه میاشتو کې د ۱۷ ولایتونو له ۴۰ ډېرې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
همدارنګه دفاع دفاع وزارت د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو کار عملیات پیل کړي دي.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي: په ټول هېواد کې له دښمنانو څخه د اړوند سیمو د پاکولو او د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځای پرځای کولو لپاره ستراتیژیک، اپراتیفي او تاکتیکي پلانونه له پورته څخه تر کښته پورې د پلي کېدو په حال کې دي.
د فاریاب ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیک وایي: طالبانو ځانونه د میمنې ښار ته نږدې کړي؛ د سپکو او درندو وسلو په ګډون یې لسګونه هاموی موټر تر لاسه کړي دي.
د افغانستان د لویدیځ په فراه ولایت کې د انار درې ولسوالۍ له نیولو وروسته وسلوالو طالبانو د پشت کوه ولسوالۍ هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د فراه والي مسعود بختور ویلي؛ مسوولیت همدا دی، چې روان وضعیت بدل شي او دا پرېکړه د مشرتابه تر کچې ترلاس لاندې ده.
طالب جنګیالي په بادغیس، غور، هرات او نیمروز ولایتونو کې هم له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې دي؛ په ځانګړي توګه دمګړۍ د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو په واک کې دي.
دغه راز همدا اوس هلمند ګرشک او نهرسراج، د تخار چال او خواجه غار او د پکتیا لجه منګل ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو تر درندو بریدونو لاندې دي.
د یادونې ده، چې د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په ۸ ولایتونو کې د وروستیو جګړو پر مهال له ۲۵۰ ډېر طالب جنګیالي وژل شوي دي.