تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو پر الیشنګ ولسوالۍ او مرکز مهترلام بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۰)

سرچینو په ډاګه کړې، چې طالبانو د لغمان ولایت پر مرکز او الیشنګ ولسوالۍ پراخ بریدونه کړي، چې ورسره د امنیتي ځواکونو جګړه روانه ده.

یادې سرچینې ویلي، چې طالبانو د لغمان زندان محاصره کړې او له بندیانو څخه د تېښتې د غوښتنې لپاره خپل لوړغږی هم کارولی دی.

د لغمان له زندان څخه یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ آریانا نیوز ته ویلي، چې زندان ته نږدې دوه پوستو سقوط کړی دی.

هغه ویلي، چې وسلوالو طالبانو له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو دوه اډې او په مهترلام ښار کې یوه قرارګاه طالبانو نیولې ده.

ویل کیږي، چې وسلوالو طالبانو په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې درې امنیتي پوستې او په مهترلام ښار کې ۱۲ هغه نورې نیولي او یو شمېر نورې له مقاومت او ټینګار پرته طالبانو ته اوښتې دي.

د لغمان ځایي او امنیتي چارواکو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي؛ په مهترلام ښار کې یې دوه پوستې او یوه امنیتي قرارګاه نیولې او یو شمېر افغان سرتیري یې نیولي دي.

ویل کیږي، چې ځانګړي ځواکونه هم مهترلام ښار ته رسیدلي دي.

ملي دفاع وزارت دا هم ویلي، چې د هېواد لوی درستیز او د دفاع وزارت چارسمبالي محمد یاسین ضیا لغمان ولایت کې دی او د وسلوالو مخالفانو پروړاندې عملیات رهبري کوي، چې ښایي د طالبانو بریدونه پرشا وتمبول شي.

Trending

Exit mobile version