تازه خبرونه
وسلوالو طالبانو په بدخشان ولایت کې له پاڅونوالو یو شمېر کلي نیولي
د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ پر ځینو برخو د وسلوالو طالبانو په برید کې یو شمېر کلي د سیمه ییزو ځواکونو له واکه وتلي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني منلې، چې په ارګو ولسوالۍ کې پېنځه کلي، چې تازه تر څارنې لاندې راغلي وه او سیمه ییزو پاڅونوالو ترې ساتنه کوله؛ پرون بیا د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
ثنا الله روحاني زیاته کړې؛ د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې دوه پاڅونوال وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون درې نور ټپیان دي.
هغه دا هم ویلي، چې امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ مرکز ته شاتګ کړی دی.
دغه راز طالبانو ویلي، چې تېره شپه په ارګو ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی د افغان ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
ځايي چارواکو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.