تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو په تخار او فاریاب کې دوه ولسوالۍ نیولي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۹, ۱۴۰۰)

امنیتي سرچینو آریانا نیوز ته منلې، چې وسلوالو طالبانو د تخار  بهارک او فاریاب خواجه سبز پوش ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

یوې امنیتي سرچینې آریانا نیوز ته منلې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د تخار ولایت بهارک ولسوالي نیولې ده.

یادې سرچینې زیاته کړې، چې بهاک ولسوالي  درې ورځو راپدیخوا د طالبانو تر محاصرې لاندې وه؛ خو تېره شپه له  ۵۰ ډېر سیمه ییز پولیس او ملي امنیتي ځواکونه وسلوالو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

دغه راز ویل کیږي، چې د تېرې شپې په جګړه کې د بهارک د امنیت مشر په ګډون پېنځه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو په دې اړه رسنیو ته رسمي څه ندي ویلي.

دغه راز امنیتي سرچینو ویلي، چې نن سهار وسلوالو طالبانو د دې ولایت خواجه سبز پوش ولسوالي نیولې ده.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د خواجه سبزپوش د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ د وسلوالو طالبانو لخوا نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان اختیار عرب تېره شپه له خپلو ۱۳ سرتېرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

سیمه ییزو چارواکو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ په فلریاب، بغلان او هرات ولایتونو کې درې ولسوالۍ نیولې وې.

Trending

Exit mobile version