تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو په تخار کې لسګونه سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د تخار ولایت په بهارک په ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د حکومت د عملیاتو د سوق و ادارې پر مرکزوسلوال برید کړی، چې د دې ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر او د پولیسو د ۰۰۹ قطعې د قومندان په ګډون له ۵۰ ډېر حکومتي ځواکونه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

ځایي چارواکي د ځاني زیانونو د کره شمېر په اړه څه ندي ویلي؛ خو د تخار ولایتي روغتون چارواکو څرګنده کړې، چې ۳۵ مړي او ۸ ټپیان روغتون ته رالیږدول شوي دي.

له پېښې ژغورل شوي سرتېري محلي حکومت او امنیتي چارواکي پر درنده خوب ویده بولي او وایي، چې له ۷۰ ډېرو حکومتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتېاو یوازې ۴ سرتېري ترې ژوندي راوتلي دي.

شاهدان او د قربانیانو خپلوان سیمه ییز حکومت او امنیتي چارواکي پر بې پروایۍ تورن کړي او وايي، چې د جګړو په بهیر کې دغو ځواکونو ته هیڅ راز مرسته نده شوې.

سیمه ییز چارواکي د پولیسو د امنیت آمر راز محمد دوراندیش او د ځانګړيو پولیسو قطعې د قومندان په ګډون د ۲۵ حکومتي ځواکونو وژنه تائیدوي.

یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې د طالبانو په برید کې ۵۶ امنیتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار طالبانو د تالقانو ښار اړوند قلبرس او د خواجه غار ولسوالۍ پر پوځي مرکزونو برید کړی، چې په کې سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version