سیمه ییز خبرونه

وسلوالو طالبانو په تورخم ښارگوټي كې د ناتو پراكمالاتى تمځي بريد كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

چارواكي وايي،  يوې ډلې وسله والو طالبانو نن (د ليندۍ ۲۷) شاوخوا پېنځه بجې د ننگرهار په سرحدي ښارگوټي کې  د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتي موټرو پر تمځاى ډله ييز بريد وکړ.

په تورخم كې د سرحدي پوليسو يو چارواكى وايي، چې په دې جگړه كې درې بريد گر وژل شوي، د ناتو ۱۵ اكمالاتي او يو د ملكي خلكو موټر سوځيدلي دي.

د چارواكو په وينا، د ننگرهار په تورخم  ښار گوټي کې جگړه د درې ځانمرگو بريدگرو، د عامه نظم د يو سرتېري په وژل کيدو او دوه نورو په ټپي كيدو اته بجې پاى ته ورسيده.

دغه چارواكى وايي، ملكي خلكو او بهرنيو ځواكونو ته مرگ و ژوبله نه ده اوښتي.

نړيوالو ځواكونو هم ويلي، چې په دې بريد كې دوى ته مرگ و ژوبله نه ده رسيدلې.

طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى .

Trending

Exit mobile version