تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو په تېرو ۱۰ ورځو کې ۲۴۳ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۰)

کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې له تېرو لس ورځو راپدیخوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو طالبانو چاودنو او بریدونو لږ تر لږه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴۳ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

کورنیو چارو وزارت ویلي؛ له تېرو لس ورځو راپدیخوا وسلوالو طالبانو شپږ ځانمرګي بریدونه او ۶۲ماین چاودنې ترسره کړي، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړیو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د طالبانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو د بریدونو په ځواب کې د افغانستان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو یو شمېر نومیالي قومندانان او وسلوال طالبان وژلي دي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

تېره اوونۍ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي وه، چې له یوه اوونۍ راپدیخوا په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړي په ۱۲ بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او ټپیان دي.

د یاد کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ دڅلور ښځو او اته ماشومانو په ګډون ۳۹ملکي وګړي وژل شوي او د ۱۷ ماشومانو او ۴ میرمنو په ګډون ۴۰ نور ټپیان دي.

طالبانو تر دې دمه د کورنیو چارو وزارت او د بشري حقونو د کمیسیون د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو یاد وزارت او کمیسیون د دغې مرګ و ژوبلې پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي.

Trending

Exit mobile version