تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو په ننګرهار کې ۲۰ امنیتي ځواکونه وژلي

Published

on

د ننګرهار ولایت په  سویل کې وسلوالو طالبانو پر څو امنیتي پوستو بریدونه کړي او لږ تر لږه شل افغان ځواکونه یې وژلي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي آریانا نیوز ته ویلي، چې تیره شپه یو شمېر طالب جنګیالیو د دې ولایت د خوږیاڼو، حصارک او شېرزاد ولسوالیو په اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ او شاتګ ته اړ شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې نښتو کې لږ تر لږه د شل افغان ځواکونو په ګډون ۱۲ پولیس، درې سیمه ییز پولیس، پېنځه پاڅونوال وژل شوي او ۳۰  نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو ته هم په نښتو کې ځاني زیانونه اوښتي دي.

خوږیاڼي زیاته کړې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، ښکېلو خواوو له تېرو شپږ ورځو راپدیخوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلمنځي سیاسي ناسته روانه ساتلې ده.

د حکومت او طالبانو دغې خپلمنځي سیاسي ناستې د سې شنبې پر ورځ، د کار پر اصولو او د نورو ناستو پر مهالوېش  د هوکړې لپاره خپله لومړۍ مخامخ ناسته ترسره کړه.

د حکومت د خبرو اترو د ډلې مشر معصوم ستانکزي لهه وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د راتلونکې؛ ځکه، چې د افغانستان د خلکو لومړیتوب د روانې جګړې درول دي.

Trending

Exit mobile version