تازه خبرونه

وسلوالو غلو په سمنگانو کې د یو موتر ۳ مسافر وژلي او یو ټپي دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

وسلوالو غلو د سمنگانو په روى دوآب ولسوالۍ کې د سپرلیو پر موټر ډزې کړي؛ درې تنه يې وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

 د سمنگانو امنيه قومندان سمونوال محمدباقر مسعود وایي، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د روى دواب ولسوالۍ په چمبرک کوتل کې رامنځته شوېده.

 د ده د معلوماتو له مخې؛غلو له موترچلوونکي غوښتي چې موتر ودروي، خو موټرچلوونکي موټر نه دى درولۍ او غلو ډزې پرې کړې دي.

 هغه دا هم وويل،چې غلهپر موتر لهډزو وروسته تښتېدلي دي.

 د ده په وينا؛په پېښه کې وژل شوي دوه تنه د سمنګانو د مرکز ايبک او يو وژل شوى له بل ټپي کس سره د روى دواب اوسېدونکي دي.

 سرچينه زياتوي،چې دغه کسان په فلاينگکوچ موتر کې د همدې ولسوالۍ له روهي کلي د جایکلال سيمې ته روان و،چې له پېښې سره مخ شول.

 امنيه قوماندان وايي، چې پېښه د پوليسو تر څېړنو لاندې ده.

Trending

Exit mobile version