تازه خبرونه
وسلوالو په بدخشان كې يوه پوليسه له خپل ميړه سره وژلې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بدخشان امنيه قوماندانې امنيت آمر سخيداد حيدري وايي، چې دا پېښه تېره شپه نهه نيمې بجې د بدخشان د شهدا ولسوالۍ په جرخشك كلي كې رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي، وسلوال د پوليسو كورته ورغلي او دواړه يې وژلي دي.
وژل شوې پوليسه آمنه نوميده او د شهدا ولسوالې په امنيهقوماندانۍ كې يې د پوليسې په توگه دنده درلوده.
د بدخشان پوليس وايي، دا كار وسلوالو مخالفينو كړى؛ خو تراوسه د دې پېښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى.