تازه خبرونه

وسلوال طالبان بشري ژوندانه او حقونو ته درناوی نلري – د امریکا حکومت

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲, ۱۴۰۰)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ د زمري لومړۍ ویلي؛ د افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ظلمونو وروستي راپورونه ښیي، چې طالبان د جګړې په ډګر کې د انسانانو ژوندانه او بشري حقونو ته درناوی نلري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جالینا پورټر څرګنده کړې: که څه هم طالبانو ویلي؛ دوی به پخوانیو ژباړونکیو یا د بهرنیو ځواکونو نورو کارمندانو ته زیان نه رسوي؛ خو د ژباړونکیو او نورو افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ظلمونو وروستي راپورونه ښیي، چې ځایي طالب ځواکونه بشري حقونو ته لږ پاملرنه کوي.

هغې زیاته کړې، چې امریکا موخه ییز بریدونه، د پېخبناوو ویجاړول او د افغانستان د خلکو پروړاندې بریدونه کلک غندي.

هغې زیاته کړې؛ طالبان باید د اعلامیو پر خپرولو تر سره شوي بریدونه رد نکړي. که رښتیا هم دا د طالبانو تګلاره نه وي، د دوی مشرتابه باید دغه ظلمونه او له اساسي حقونو څخه سرغړونه وغندي او د خپلو ځواکونو د دغو کړنو مخه دې ونیسي.

هغې څرګنده کړې؛ مونږ له طالبانو غواړو، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې سیاسي نقشې د وړاندې کولو لپاره خبرې اترې وکړي.

هغه وایي: د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو جوړجاړی یوازنۍ لار ده، چې د ۴۰ کلونو جنګ پای ته ورسوي او افغانانو ته هغه سوله راولي، چې دوی یې غواړي او حق یې دي.

نوموړې همدا راز بیا ویلي، چې امریکا او نور هېوادونه په افغانستان کې پر زور جوړ شوی حکومت نه مني.

هغه وایي؛ د هر افغان حکومت لپاره مشروعیت او مرسته یوازې هغه وخت شونې ده، چې هغه حکومت له بنسټیزو حقونو برخمن وي. وبخښۍ، چې د بشري حقونو ته درناوی ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍ او نړیواله ټولنه سولې ته د رسېدو لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار کوي او غواړي، چې افغانان د خبرو له لارې سیاسي جوړ جاړي ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version