تازه خبرونه

وسلوال طالبان خلك په امنيتي ارګانونو كې له دندې زړه توري كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د كندهار امنيې قومندان وايي؛ وسلوال طالبان غواړي خلك په امنيتي ارګانونو كې له دندې زړه توري كړي، چې تر يوه حده بريالي شوي او په يوشمېر سويلي ولايتونو كې خلك نه غواړي له امنيتي ځواكونو سره كار وكړي.

د کندهار امنيه قومندانلوى پاسوال عبدالرازق وايي، هره ورځپه ولسواليو کي امنيتي ځواکونو ته په مخامخ جګړواو ماين چاودنو کي مرګ و ژوبله اوړي؛ خوبيا هم د پوليسو په ليکو کي، ځکه کموالى نه راځي، چې دهغې ولسوالى اوسيدونکيو دغه تشه ډكه كړې ده.

د نوموړي په خبره؛ هرهورځدپوليسو په ليکو کې د کندهار ځوانان شامليږي، چي دې کار پرامنيتي وضيعت مثبته اغېزه کړيده.

هغه په ډاګه کړې؛ طالبان اوس خپل ټول ځواک پر دى لګوي، چي خلک د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دنده تر سره نکړي، چي د کندهار په ګاونډ ولايتونو کي دې موخى ته رسيدلي دي.

هغه زیاته کړې، تېر کال په پرلپسى ډول روزګان، هلمند او زابل ولايتونو ته د جګړې د مهارولو په موخه تللي، چې لامل يې د امنيتي ځواكونو د تشكيلاتو کموالی دی.

خبریال: بريالي رحيمي.

Trending

Exit mobile version