سیمه ییز خبرونه
وسلوال طالبان دې د سولي له لارې د بهرنيانو د شتون او د جنگ د دوام بهانه ختمه كړي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د اعلاميې په ځواب كې يوه خبرپاڼه خپره كړې او له طالبانو يي غوښتي، چي د سولې په خپلولو سره دې په هېواد کې د بهرنيانو د شتون او د هغوی د جنگ د دوام لپاره بهانه ختمه کړي.
افغان حکومت د طالبانو د وروستۍ اعلاميې په اړه وايي:
طالبان د امنيتي تړون په اړه د ولسمشر د شرطونو ضمني تاييد كړى، خو سوله او افغان تفاهم يو ځل بيا د بهرنيانو پر وتلو پورې اړوند گڼل شوی.
افغان حكومت وايي، بهرنيان، طالبان پلمه گرزوي او پر بې گناه وگړيو بريدونه کوي او طالبان، بهرنيان بهانه گرزوي او بې گناه ولس تر بريدونو لاندې نيسي.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې:
طالبان وايي، تر هغې، چې امريکايان په افغانستان کې شته، دوی به جگړه کوي او امريکايانو له القاعدې او طالبانو سره جگړه د خپل شتون لپاره پلمه گرزولې ده؛ خو د دغه ناوړه حالت او مرموزې جگړې بيه زموږ ملت ادا کوي.
حكومت د دې اعلاميي له لاري يو ځل بيا طالبانو ته د سولي غږ كوي او وايي، چي كه اعلاميه په رښتيا د طالبانو دريځ بيانوي او دوى په خپل دريځ كي صادق وي؛ نو د بهرنيانو د حضور او د هغوى د جنگ د دوام بهانه دې پاى ته ورسوي.
د افغانستان ولسمشرۍ دفتر د ولسمشر کرزي په اړه وايي هغه په دې باور دی، چې په اوسنيو حالاتو کې له لوېديځو هېوادونو او د امریکا له متحده ایالاتو سره اړيکې، په تېره په پوځي او اقتصادي برخو کې د هېواد په گټه دي؛ خو د افغان ولسمشر په باور دا تړاو هغه وخت د افغانانو په خیر او ښېگڼه تماميدى شي، چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټينگ شوى وي.