تازه خبرونه
وسلوال طالبان دې پر خلکو روان بریدونه ودروي ـ د امریکا سفارت
په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسون ویلي، د طالبانو بریدونه د افغانانو له بشري حقونو سرغړونه ده.
راس ویلسون د چنګاښ پر ۱۶ په یو لړ ټویټونو کې په ډاګه کړې؛ د طالبانو بریدونو د افغانستان د خلکو ژوند، چې وچکالۍ، بېوسۍ او کرونا ویروس ځپلی نور هم ستونزمن کړی دی.
د امریکا سفارت چارسمبالي د طالبانو د بریدونو په اړه زیاته کړې: “دا بریدونه” د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د داسې سیسټم د پلي کیدو وېره رامنځته کوي، چې د دې هېواد خلک یې ملاتړ نکوي.
راس ویلسون له طالبانو وغوښتل، چې روان تاوتریخوالی ودروي.
هغه وایي: مونږ پر طالبانو غږ کوو؛ پر ښه نیت او رښتیني هوډ دې د سیاسي هوکړې او جګړې د پای ته رسیدو لپاره خبرو اترو ته لار اواره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ له نیولو وروسته طالبانو د بادغیس ولایت پر مرکز قلعه نو برید کړی.
د بادغیس والي حسام الدین شمس ویلي، چې د ښاري درندې جګړې په بهیر کې وسلوالو طالبانو د ولایتي زندان دروازه ماته کړه او بندیان یې خوشې کړل؛ خو افغان ځواکونه بریالي شول، چې ۸۰ سلنه بندیان بېرته ونیسي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغان ځواکونو وکولی شول، چې له غرمې وروسته د قلعه نو ښار د وسلوالو طالبانو له شتون پاک کړي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.