تازه خبرونه

وسلوال طالبان د اروزګان مركز ترينكوټ ښار ته ننوتل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اروزګان والي وياند وايي، يوازې  د ولايت او امنيه قوماندانۍ پر ودانيو جګړه روانه ده او نور ترينكوټ ښار وسلوالو نيولى دى.

آریانا نیوز خبریال بریالی رحیمي پېښه تائیدوي او وایي، امنیتي ځواکونه ونه تواندل ، چې جګړه کنترول کړي او یوشمېر حکومتي مقاماتو هوایي ډګر ته پنا وړې ده.

د اروزګان والي وياند دوست محمد ناياب وايي،طالبان د ترینکوټ ښار ته ننوتي دي.

 که څه هم امنيتي ځواکونه په ځمکني او هوايي بريدونو له وسلوالو مخاليفنو سره په جګړه بوخت دي؛ خو بریالي نه شول، چې د طالبانو مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version