سیمه ییز خبرونه

وسلوال طالبان د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالي د نيولو هڅې كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب ولايتي شورا وايي، چې سلگونه تنه وسلوال طالبان غواړي د دغه ولايت د غورماچ پر ولسوالۍ بريد وكړي.

د فارياب د ولايتي شورا ريس رحمت الله ترکستانی وايي، چې:

د بادغيس او فارياب ولايتونو طالبان د غورماچ ولسوالۍ په يو شمېر سيمو كې هڅې كوي او هر شيبه يې پر دولتي بنسټونو د بريد وېره زياتيږي.

ښاغلي تركستاني په ډاگه كړې، چې وسلوالو طالبانو د بريد په اړه خلكو ته له سمې څخه د وتلو خبردارى  وركړى  او د سيمې سلگونه اوسيدونكيو نورو سيمو ته پناه وړې ده.

نوموړى له دولت څخه غواړي، چې د وسلوالو طالبانو له بريد وړاندې دې دفاعي ترتيبات ونيسي.

بل خوا د شاهين قول اردو قوماندان جنرال زلمى ويسا وايي، چې وسلوال طالبان د خلكو په منځ كې د وېرې د پيدا كولو او د افغان امنيتي ځواكونو د مورال د كمزري كولو لپاره دا ډول تبليغات كوي.

د غورماچ ولسوال نعمت الله سرحدي او د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان نجيب الله اڅكزى هم دا مني، چې وسلوالو طالبانو پر ولسوالۍ د بريد تابيا نيولې؛ خو زياتوي، چې له وسلوالو طالبانو سره د مقابلې لپاره كافي امنيتي ځواكونه په سيمه كې موجود دي.

Trending

Exit mobile version