تازه خبرونه
وسلوال طالبان د نوماندانو د تبليغاتي غونډو په گډوډولو بريالي شوي نه دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو د تبليغاتي منډو تړلو له پيل راهيسې نږدې پېنځه سوه غونډې جوړې شوي؛ خو وسلوال طالبان د دغو غونډو په گډوډولو بريالي شوي نه دي.
كه هم د ځينو كانديدانو تبلغاتي مركزونو د دوى پر كاركوونكيو او دفترونو د وسلوالو مخالفينو د بريدونو يادونه كوي، خو د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې دا ډول رپوټونه له حقيقته ليرې دي.
ويل كيږي، چې د افغانستان نږدې ۴۰۰ زره امنيتي سرتېري د ټاكنو د امنيت د ټينگښت هڅې كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان ځواكونو ټولو ولسواليو او مركزونو ته ټاكنيز توكي ليږدولي دي.
په خوندي چاپيريال كې د ټاكنو تر سره كيدل د ټاكنو پر شفافيت مستقيم اغېز كوي؛ نو، ځكه له افغان ځواكونو تمه كيږي، چې د ټاكنو په وخت امنيت خوندي كړي.