سیمه ییز خبرونه
وسلوال طالبان د هلمند له ولسوالیو په شا تمبول شوي
په هلمند كې د ميوند قول اردو چارواكي وايي ،چې د دغه ولايت په سنګين ، نوزاد ، كجكي او موسى كلا ولسواليو كې د وسله والو بريدونه په شا تمبول شوي دي.
دا چارواكي وايي، چې په دې جګړه كې ۱۲۰ وسله وال طالبان او د هغوى بهرني ملاتړي وژل شوي او تر دوه سوه پورې ټپيان دي.
له بلې خوا په دغه ولايت په دوه جلاپیښوكې شپږ وسله وال او څلور ملكي وګړي وژل شوي دي.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتوآمرسمونوال عبدالاحد چوپان وايي، چې تیره شپه وسلوالوطالبانود ګرشك ولسوالۍ په ده آدم خان سيمه كې پرامنيتي پوسته وسله وال بريد وكړ، چې تر سهار پورې يې دوام درلود.
هغه وايي، چې په دې نښته كې د پوليسوپه ځوابي بريد كې د طالبانود مشهورقوماندان حاجي فرهادي په گډون شپږوسلوال طالبان وژل شوي اويوپوليس ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، په همدې مهال د كجكي ولسوالۍ په قاضي خیلوسيمه كې د ماين چاودنې څلورملكي وگړي وژلي دي.
هغه وايي، چې په دې سيمه كې دوه نورملكي وگړي طالبانو په دې نامه وژلي، چې د محلي پوليسو خپلوان دي.
وسله والوطالبانوددې پيښوپه اړه څه نه دي ويلي.