بلخ @ps

وسلوال طالبان د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین د بیا نیولو تیاری نیسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په بغلان کې امنیتي مسوولین وايي، چې وسلوال طالبان د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین د بیا نیولو لپاره تیاری نیسي.

د بغلان امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالرشید بشیروایي،ډنډ شهاب الدین سیمه، چې څه موده مخکې د جګړې، بمونو او چاودنو لوخړو پوښلې وه، اوس پسرلي پرې شین څادر غوړولی دی.

د نوموړي په وینا؛ دلته اوس وسلوال طالبان نشته او سیمه امن ده.

 نوموړي وایي؛ طالبانو سختې هڅې پیل کړي، چې دا سیمې بیا ونیسي، افغان پوځیان سر له اوسه د وسلوالو طالبانو د بیا راګرځیدو د مخنیوي له پاره مخ په چمتو کیدو دي .

د سیمه ییزو پولیسو قومندان امیرګل بغلانی وایي، وسلوالو طالبانو دغلته خپل سنګرونه داسې ټینګ کړي وه، چې نږدې څلوېښت ورځې له افغان ځواکونو سره وجنګیدل.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کې اوس افغان ځواکونو لویې پوستې جوړې کړي او وايي، چې د وسلوالو طالبانو د بیا راګرځيدو مخه به ونیسي.

خبریال : نصرت پارسا

Trending

Exit mobile version