تازه خبرونه

وسلوال مخالفين خپل ډېر عوايد د رخام ډبرې له کان څخه ترلاسه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند ولايتي شورا وايي، د رخام ډبرې له كان څخه اتيا سلنه عوايد وسلوال طالبان او لس سلنه نور يې دولت ته ځي.

د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل وايي، هره ورځ په دې کان کې ناقانونه کيندنې کيږي او د مخنيوي له پاره یې هم ګام نه پورته کيږي.

د نوموړي په وینا؛ ځينې لوړپوړي مسوولين هم په دې چاره کې ښکېل دي او وسلوال طالبان د جګړې اتیا سلنه عوايد له همدې کان څخه ترلاسه کوي.

په دې ولايت کې د کانونو ریيس حبيب الله حقپرست عليزی د رخام ډبرو په کان کې ناقانونه کيندنې نه ردوي؛ خو وايي، دغه ریاست پوځي ځواک نه لري او هر وخت يې د دې ولايت د کانونو په برخه کې بېلابېلې ستونزې له اړوند وزارت سره شريکې کړې دي.

هغه زیاتوي، په دې برخه کې بايد امنيتي سکتورونه او اړوند وزارت په ګډه تصميم ونيسي.

د هلمند والي  حیات الله حیات په ډاګه کړې؛ دې ولايت ته نه يوازې ولسمشرۍ، بلکې امنيتي سکتورونوهم پوره پام اړولی او دى هم  کلک هوډ لري، چې په پوځي او ملکي برخو کې پوره کار وکړي، چې نه يوازې به د کانونونو د ناقانونه استخراج مخه ونيسي، بلکې په نورو برخو کې به هم پرمختګ ته لاره اواره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند ځينې اوسيدونکي وايي؛ د ډبرود استخراج له پاره د دولت لخوا شپږ شرکتونو ته قانوني جوازونه ورکړشوي؛ خو له دې سره په څنګ کې له سل ډېر ناقانونه شرکتونه دي، چې دا ډبرې ګاونډ هېواد پاکستان ته ليږدوي او عوايد يې وسلوال طالبان ترلاسه کوي.

په هلمند کې د رخام ډبرې کان په ديشو سرحدي ولسوالۍ کې دی، چې د وسلوالو طالبانو تر واک لاندې موقيعت لري.

خبریال:  نعمت الله زهير.

 

Trending

Exit mobile version