سیمه ییز خبرونه
وسلوال مخالفين له وردج څخه نورو شمالي ولايتونو ته د لار پيدا كولو هڅه كوي
ملي دفاع وزارت مسولين وايي، چې:
وسلوال مخالفين هڅه كوي، چې په شمالي ولايتونو كې وسلوال فعاليتونه زيات او دغه ولايتونه ناامنه كړي.
د ملي دفاع وزارت د پليو ځواكونو قوماندان جنرال مراد علي مراد وايي، چې:
د بدخشان وردج ولسوالي د خپل ستراتيژيك اهميت له مخې د وسلوالو مخالفينو له گواښ سره مخ ده او هڅه كيږي له وردج څخه نورو شمالي ولايتونو ته لاره پيدا كړي.
په داسې حال كې، چې د افغانستان په شمال ولايتوتونو كې د وسلوالو مخالفينو پر ضد د عقاب عمليات دوام لري، د ملي دفاع وزارت مسولين وايي، چې وسلوال مخالفين كوښښ كوي شمالي ولايتونه ناامنه كړي.
د ښاغلي مراد په وينا، افغان ځواكونه هوايي ځواك نلري، چې له همدې كبله افغان پوځ له ستونزو سره مخ دى.
د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا وايي:
په شمال كې د وسلوالو مخالفينو پر ضد د عقاب عمليات د وري په اتلسمه پيل شوي، چې د غويي تر اتلسمې به دوام وكړي.
كه څه هم، چې افغان پوځ د بدخشان په وردج ولسوالۍ كې د وسلوالو مخالفينو له سخت مقاومت سره مخ شول او تلفات يې وليدل؛ خو د پوځ مسوولين وايي، چې په وردج كې يې وسلوال مخالفين مات كړي دي.