تازه خبرونه

وسلوال مخالفين پر ملي شورا د بريد هوډ لري- ابراهيمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې يو شمېر غړي په هغه څه اندېښمن دي، چې گواكې وسلوال مخالفين پر ملي شورا د بريد هوډ لري.

د ولسي جرگې رييس وايي، كشفي او استخباراتي بسټونو خبر تر لاسه كړى، چې وسلوال مخالفين پر ملي شور د بريد پلان لري.

د ولسي جرگې رييس له امنيتي ادارو غواړي، چې د وسلوالو مخالفينو د دغه پلان د شنډولو لپاره خپلې هڅې گړندۍ كړي.

وسلوالو مخالفينو دوه كاله مخكې ملي شورا ته نږدې په يوه لوړ پوړيزه ودانۍ كې ځاى ونيو او له هغه ځايه يې پر شورا د سپكو او درندو وسلو ډزې وكړې.

كه څه هم ولسي جرگې د امنيتي ځواكونو وروستۍ امنيتي هڅې ستايلي؛ خو د دې جرگې غړې سيما جوينده ډاډمنه نه ده او د ملي شورا پر امنيت ساتلو يې ټينگار وكړ.

د ولسي جرگې غړى رمظان بشردوړست د ملي شورا شاوخوا ته په بشپړ امنيت ساتلو ټينگار وكړ او وايي، چې د خونديتوب لپاره بايد د وسايطو او پياده خلكو پر تگ راتگ بنديز ولگول شي.

د ولسي جرگې غړې شكريه باركزۍ پر وكيلانو نيوكه كوي، چې له خپلو ساتونكيو سره له وحشته ډك چاپېريال جوړ كړى دى.

تر دې مخكې داسې وېره وه، چې د افغانستان ولسمشريزې او د ولايتي شوراگانو ټاكنې به له امنيتي گواښونو سره مخ شي؛ خو د افغان پوځ او امنيتي بنسټونو د جدي كار په پايله كې ټاكنې پرته له كومې لويې امنيتي ستونزې تر سره شوې.

Trending

Exit mobile version