سیمه ییز خبرونه

وسلوال مخالفين په دې وروستيو كي دولتي ښځې په نښه كوي- سيما سمر

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون مشره سيما سمر وايي:

وسلوال مخالفين په دې وروستېو كې هغه ښځې په نښه كوي، چې په لوړو دولتي څوكيو كې كار كوي. هغې د مخالفينو په دې تاكتيك اندېښنه وښوده او وايي، چې دا كړنې د افغانانو په فرهنگ كې مخينه نه لري.

نوموړې وايي:

د تېر په پرتله دا مهال د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى.

ميرمن سمر ناامني، د قانون نه تطبيق او په قضايي بنسټونو كې اداري فساد هغه عوامل بولي، چې د ښځو په وړاندې يي د زور زياتي پيښې پراخې كړي دي.

ميرمن سمر د افغان دولت له خوا د سولې په برخه كې اوسنيو هڅو ته په نغوټه وايي:

سوله د افغان ټولنې يوه جدي اړتيا ده، خو وايي:

سولې ته د رسيدو لپاره اړينه ده، چې د بشري حقونو له  سرغړونكيو سره حساب كتاب وشي.

دا په داسې حال كې ده، چې له دې وړاندې هم د بشري حقونو ځينو مدافع بنسټونو او د تېرو جگړو پر مهال د ځينو قربانيانو خپلوانو په ځلونو د جنگي مجرمينو او د بشري حقونو د سرغړونكيو د محاكمې غوښتنه كړې ده.

Trending

Exit mobile version